د پناه غوښتونکو مرستيال په انقره کې د ترکيه د کورنيو چارو وزارت مرستيال سره دکډوالۍ په برخه کې د همکاريو د هوکړه ليک د لاسليک په اړه خبرې وکړې

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۵:۲۹
Sadam_Anwari

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ په مشرۍ د غبرګولي په ‍۱۳مه د ترکيې د کورنيوچارو وزارت مرستيال اسماعيل چتکلي سره د افغان کډوالو د مديريت په اړه د دواړو هېوادونو ترمنېځ د هوکړه ليک د لاسليک کولو په اړه خبرې اترې وشوې.

ښاغلي کاکړ په خپلو خبرو کې د افغانستان او ترکيې حکومت ترمېنځ ښې، اوږدمهالې او ورو ولۍ اړېکې يادې کړې او دغيرمنظمې کډوالۍ په اړه يې د حکومت اندېښنه څرګنده کړه.

هغه زياته کړه د چې کډوالۍ پروسې دمديريت او د غيرقانوني کډوالۍ دمخنيوي لپاره اړتيا ده چې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دهمکاريو دوه اړخيزه هوکړه ليک موجود وي.

په ورته وخت کې د ترکيې دکورنيو چارو وزارت مرستيال د کاکړ په مشرۍ ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او مننه يې ترې وکړه او ژمنه يې وکړه چې د هوکړه ليک په لاسليک کې به اسانتياوې رامنځ ته کړي.

په پای کې دواړو لوريو پرېکړه وکړه چې د ياد هوکړه ليک په متن کې کار کولو لپاره تخنيکي ډله جوړه کړي او د يوې مياشتې په اوږدو کې به په هغې کار وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته