د پناه غوښتونکو مرستيال د هلمند ولايت د داخلي بېځايه شوو وضعيت  څېړلو په موخه هلمند ته سفر وکړ

anwari_morr
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۵:۵۰
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د لړم په ۴مه د يو پلاوي په مشرۍ هلمند ولايت ته د داخلي بېځايه شوو د وضعيت څېړلو په موخه سفر وکړ.

ددغه سفر موخه د ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو دمرستو دوېش نظارت کول، د داخلي بېځايه شوو د کمپ نه ليدنه او د داخلي بېځايه شوو د ستونزو اورېدل و .

په دغه سفر کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال د هلمند ولايت له والي او قومي مشرانو سره وکتل او  دملي او نړيوالو مرستندويه ادارو  او همدرانګه دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې، خوراک نړيوال سازمان او يوشمېر نورو ادارو سره يې د شته ستونزو دحل او دمرستو  د ښه لاسرسي په اړه خبرې وکړې.

هغه په پای کې د هلمند ولايت دکډوالو چارو رياست او همکارو مرستندويه  موسساتو ته لازمې لارښوونې وکړې ترڅو دهلمند ولايت د داخلي بېځايه شوو د نومليکنې  او مرستو دوېش پروسې په برخه کې  لازمې کړنې ترسره کړي.

په ورته وخت کې همکارو مرستندويه ادارو دمرستو په برخه کې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته