د پشه يي ځوانانو ټولنې غړو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال سره ليدنه وکړه

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۱:۵۹
احمد شکیب حبیبی

د پشه يي ځوانانو ټولنې يوشمېر غړو د غويي په ۱۶مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال شېر علم امله وال سره ليدنه وکړه امله وال ته يې د دندې مبارکي ورکړه او د ولسمشر څخه يې مننه وکړه چې په حکومتي ادارو کې علمي کادرونه په دندو ګماري.

په دغه ليدنه کې د دغه ټولنې رئيس سردار نوري پشه يي د ټولنې د غړو په استازيتوب خبرې وکړې او د علمي شخصيتونو د شريکولو په برخه کې يې دحکومت د کړنو ستاينه وکړه.

 

دغه ټولنې  د اوسني نظام او په ځانګړي ډول د بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت سره خپله همکاري اعلان کړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته