د وزارت مسلکي مرستیال د فاریاب د مهاجرینو ریاست وکاته

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۰:۴۶
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد فاریاب ولایت ته په خپل سفر کې هلته د مهاجرینو ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل.
د وزارت مسلکي مرستیال وویل: د هېواد شمال او شمال ختیځ ته د سفر موخه د چارو کتنه، له نږدې څخه د ستونزو اورېدل او ورته رسېدنه ده.
ښاغلي راشد د فاریاب مهاجرینو ریاست کارکوونکو ته پر رښتینولۍ او امانتدارۍ او خلکو ته پر خدمت ټینګار وکړ.
د فاریاب د مهاجرینو چارو رییس ملا سیف الدین جهادي د وزارت مسلکي مرستیال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او بېځایه شویو او راستنو شویو ته د غوره خدمتونو او د دوی ستونزو ته د رسېدنې ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته