د هند د خلکو او حکومت لخوا له راستنو شویو مهاجرینو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ پیل شوه، ٥٠٠٠ کورنۍ به ترې برخمنې شي

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۸:۳۰
-
د هند هېواد د خلکو او حکومت له لورې له راستنو شویو افغان مهاجرینو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ نن په کابل کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوه. دا مرستې به د کابل ولایت د مهاجرینو ریاست له خوا، په شفاف ډول، ۵۰۰۰ مستحقو کورنیو ته ووېشل شي.
په یادو مراسمو کې، د ریاست الوزرا دفتر د چارو د تنظیم رئیس مولوي ذاکرالله ذاکر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د وزیر محترم مولوي عبدالکبیر پیغام ولوست. ښاغلي وزیر په خپل پیغام کې د هندوستان د خلکو او حکومت د دغو بشردوستانه مرستو مننه وکړه او له نورو هېوادونو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو یې هم غوښتنه وکړه چې له راستنو شویو مهاجرینو سره لا زیاتې مرستې وکړي.
مولوي ذاکر وویل، د افغانستان اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره ۵۸ ښارګوټي جوړ کړي دي او تمه ده چې په دغو ښارګوټو کې به د سرپناه، ښوونځیو، روغتیايي کلینیکونو، پاکو اوبو او نورو اساسي اسانتیاوو زمینه هم برابره شي. نوموړي همداراز له هغو افغان مهاجرینو، په ځانګړي ډول د امریکا له اړخه له وروستي ضرب‌الاجل سره مخ کسانو، وغوښتل چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم‌الرحمن فاني هم په خپلو خبرو کې له هند هېواد څخه د مرستو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې مهاجرین یو دردیدلی او مستحق قشر دی او اړینه ده چې له دوی سره هر اړخیزې مرستې وشي.
په پای کې، د کابل ولایت د مهاجرینو چارو رئیس مولوي عبدالرحمن حبیب‌زي د مرستو د شفاف ویش ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ریاست هڅه کوي د بېلابېلو مرستندویو ادارو مرستې منسجمې او مستحقو کورنیو ته ورسوي.
د هند له خوا برابر شوي یاد مرستندویه بسته ۱۱ قلمه بیلابېل خوراکي توکي لري چې د کابل د مهاجرینو ریاست لخوا به د مستحقو کورنیو تر پیژندنې وروسته وېشل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته