د مهاجرینو چارو په وزارت کې د پلان جوړونې او راپور ورکولو یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۶
-
د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ معاونیت د کار پوهانو په همکارۍ د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکو لپاره د پلان جوړونې او راپور ورکولو یو ورځنۍ ورکشاپ د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.
د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي د پلان جوړونې او راپور ورکولو اهمیت په ډاګه کړ او د دې ورکشاپ جوړېدل یې د هراړخیز پلان جوړولو په برخه کې د کارکوونکو د مهارتونو د لوړولو لپاره یو اغېزمن ګام وباله.
په دې ورکشاپ کې د چارو ادارې د عمومي ریاست متخصصینو د وزارت د اړوند مرکزي ریاستونو اجرائیوي مدیرانو او د راپور ورکولو مسوولینو ته د پلان اړوند د راپور ورکولو او بودجې په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته