د مهاجرینو چارو وزیر د کابل ولایت د مهاجرینو ریاست څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۴:۲۲
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د کارونو د ارزونې په موخه له دغه ریاست څخه لیدنه وکړه
ښاغلي حقاني د اسنادو او عرایضو له کتنې وروسته د ټولو کارمندانو ستونزې او کاري راپورونه واورېدل، د ستونزو د هواري او کمبوتاتو د پوره کولو ډاډ یې ورکړ او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې
نوموړي وویل، مهاجرین او بېځایه شوي ډېره مظلومه طبقه ده، ددوی خدمت باید ډېر په ویاړ، پاک نیت، عزم او اخلاص سره وکړو
ښاغلي حقاني په کارونو کې له غفلت، خیانت، کبر غرور او له مراجعینو سره له ناوړه چلند څخه د ځان ساتنې او د اطاعت، نظافت، پنځه وخته لمانځه، ښو اخلاقو، په سروی او توزیع کې په شفافیت، مشوره او همغږۍ ټینګار وکړ

-

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته