د مهاجرینو چارو وزیر خوست ولایت ته سفر وکړ

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۸ - ۵:۲۶
_________
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د خوست ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د کارونو د ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ
نوموړي په خوست ولایت کې نږدې ۹۰۰ سوه بېوزله کورنیو ته د چین هیواد بشري مرستې هم پخپل لاس وویشلې
ښاغلي حقاني وویل مونږ هڅه کوو هغه سیمو ته چې د تېر شل کلن اشغال پرمهال ډېرې ځپل شوي؛ مرستې ورسوو او ټولو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته مو مواد لیږلي دي، هڅه کوو چې نور هم ولیږو
هغه زیاته کړه، چې دغه بشري مرستې د غریبو او بېوزلو لپاره دي، شتمنو ته اخستل یې له شرعي پلوه ناروا دي او مونږ هیچاته اجازه نه ورکوو، چې د بېوزلو حق وخوري

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته