د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د غزني له والي او مرستیال والي سره ولیدل.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۹:۳۷
_

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غزني له والي حافظ محمد امین الله عمري او د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود سره ولیدل.
 په دې لیدنه کې له راستنېدونکو او داخلي بې ځايه شويو سره د مرستې او د مهاجرينو په ښارګوټو کې د ستونزو او دغو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې.
 د غزني والي او د دغه ولایت مرستیال والي ښاغلي راشد ته په بېلابېلو برخو کې د ښې رسېدنې په موخه د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
 د وزارت مسلکي مرستیال د غزني والي د همکارۍ ستاينه څرګنده کړه او په دغه ولايت کې يې راستنېدونکو او بې ځايه شويو کورنيو ته پر ښې رسېدنې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته