د مهاجرینو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ګډه ناسته وشوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۵:۴۸
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ترمنځ د دایمي حللارو د کاري ګروپونو په اړه ګډه ناسته وشوه.
دغه ناسته د تثبیت او دایمي حل لارو رییس مولوي شمال خان مصلح په مشرۍ جوړه شوې وه او د ښاغلي الن دیوي په شتون کې د دواړو لوریو ترمنځ د د دایمي حل لارو د موندلو د کاري ګروپونو په اړه بحث او څرګندونې وشوې.
ښاغلي مصلح وویل: د ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو له لوري چې مرسته او همکاري شوې ده مستحقو او اړمنو خلکو ته وېشل شوې ده.
زموږ د خلکو د بېځایه کېدا یو علت تېرې جګړې وې چې اوس اوس د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د سولې او امن فضا رامنځته شوې او دوی کولی شي، چې بیا خپلو مېنو او ټاټوبو ته ستانه شي.
نوموړي د بېځایه شویو ستونزو ته د د رسېدنې لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د لا نورو همکاريو غوښتنه څرګنده کړه.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دایمي حل لارو آفیسر ښاغلي الن دهو د بې ځایه شویو لپاره د دغه دفتر د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د دایمي حل لارې موندلو او د بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ګډ تخنیکي ټیم د جوړولو غوښتونکې ده او د خپلې همکارۍ د دوام ډاډ ورکوي.
هغه له مهاجرینو چارو وزارت سره د خپلو همکاریو پر دوام او له راستنېدونکو او بې ځایه شویو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دوی به له مرستندویه ادارو سره په همغږۍ لا ښه خدمتونه وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته