د مهاجرینو چارو وزارت او درېو بنسټونو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۵:۳۷
-

  د روغتیا او افغاني ټولنې بیارغونې موسسې، د جنډر د برابرۍ او د ملي اجنډا پراختیا او د نړیوال هئیت معاونیت سره د ۶ سوه ۸۸ زره او ۷۸۴ ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
 د دې هوکړه ليک له مخې، د روغتیا او افغاني ټولنې بیا رغونې موسسه به د پروان ولايت د ۱ زره ۴۵۰ کورنيو لپاره د ژمنيو جامو، سون توکو په برخه کې ۶۲۲ زره ۳۷۶ ډالره لګوي.
 په همدې ډول د جندر د برابرۍ او د ملي اجنډا پراختیا موسسه د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د چرګانو کوچنيو فارمونو، د لبنیاتو د مایعاتو د تولید لپاره د دوو ماشینونو د نصبولو، د ۱۶ خیاطۍ ماشینونو، ۱۵ ګاډیو، د کاروباري مهارتونو چمتو کولو او بلخ کې د ۲۰۰ کورنیو لپاره د حرفوي کورسونو جوړولو مرسته کوي.
او د نړیوال هئیت معاونیت موسسه په بلخ کې د ۲۲۰ کورنیو لپاره د نغدو پیسو وېش په برخه کې ۱۶ زره او ۴۰۸ ډالره لګوي.
 دغه هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو بنسټونو د استازو له خوا لاسليک شول.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته