د مهاجرینو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته ترسره شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۱:۲۰
--

 مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني په مشرۍ ددغه وزارت د معینانو، رئیسانو او مستقلو آمرینو ترمنځ اونیزه نوبتي ناسته ترسره شوه

په دغه ناسته کې د مهاجرینو د ښارګوټو د ویش میکانیزم مسوده، چې د "عودت و ادغام" ریاست له لورې چمتو شوې وه ددغه ریاست د رئیس له لورې واورول شوه او د ټولو ګډونوالو نظرونه پکې واخستل شول او د لا تدقیق لپاره اړونده کمېټې ته وسپارل شوه

ددې ترڅنګ داخلي بې ځایه شوو ته د ژمنیو مرستو رسولو او د وزارت اړوند په نورو مسایلو تفصیلې بحثونه شول

سرپرست وزیر ټول رئیسان خپلو کارونو ته متوجه کړل او غوښتنه یې ترې وکړه، چې ورسپارل شوي مسولیتونه په ښه توګه او اخلاص ترسره کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته