د مهاجرینو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته ترسره شوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۲۰:۴۸
----
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقا ني په مشرۍ ددغه وزارت د مرستیالانو، رئیسانو او مستقلو آمرینو ترمنځ اونیزه اداري ناسته ترسره شوه
په دغه ناسته کې د تېرې ناستې د پریکړو په تعقیب، په ایران او پاکستان کې د مهاجرینو په ستونزو، د راستنېدونکو لپاره د ښارګوټو د ویش په میکانیزم دا خلي بې ځایه شوو ته د مرستو د ویش په میکانیزم او نورو د وزارت اړوند کارونو په اړه خبرې وشوې
لومړی ښاغلي حقا ني پیلیزه وینا وکړه، نوموړي وویل، هره اداره باید له بلې ادارې سره همکاره ووسي، په ځانګړي ډول د تفتیش ریاست سره باید ټول همکار یو، ترڅو فساد ته لار خلاصه نشي
وروسته مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي وینا وکړه، نوموړي ټینګار وکړ، چې نوې تقررۍ دې د قانون مطابق د اداري اصلاحاتو له لارې وشي، ترڅو وړ او مسلکي اشخاصو ته د خدمت زمینه برابره شي
د ناستې په پای کې د کارونو د لا ښه ترسره کېدو لپاره د ټولو ګډونوالو نظرونه واورېدل شول
ښاغلي حقا ني رئیسانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د کارونو په خپل وخت د اجرا کېدو غوښتنه یې وکړه
ناسته د دفتر رئیس مولوي محمد جان په دعا سره پای ته ورسېده
نور عکسونه ..-

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته