د مهاجرینو وزارت سرپرست د ریاست الوزراء له اداري مرستیال سره ولیدل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۳:۴۸

د مهاجرینو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره نن د وري دولسمه نېټه د هغه د کار په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د وزارت سرپرست وزیر د مهاجرینو لپاره د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسون خدمتونه وستایل او د راستنېدونکو مهاجرینو ستونزې یې شریکې کړې.
نوموړي د پسرلي په راتګ سره د نويو راستنو شویو مهاجرینو لپاره پر چمتووالي او د دوی د استوګنې لپاره د ځمکو د وېش په اړه هم خبرې وکړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سرپرست وزیر ستونزو د اورېدو په ترڅ کې وویل: موږ د راستنو شویو مهاجرینو د استوګنې او د تازه راستنېدونکو د تیاري موضوع له عالیقدر امیر المومنین سره شریکه کړې ده.
دغه راز د ښاغلي حنفي له لوري د وزارت سرپرست ته د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۳۴
Background image

پکتیا، د مهاجرینو ښارګوټي کې روغتیایي کلینیک جوړېږي

پکتیا مرکز ګردیز، د رباط کلي د راستنو شوو مهاجرینو ښارګوټي کې د ٣٧٥ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت روغتیایي کلینیک جوړېږي، چې د بنسټ ډبره یې نن د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۲:۴۴
Background image

د وزارت سرپرست د ترکیې له یوه سوداګر او په هغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرینو له استازي سره ولیدل

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني په ترکیه کې د افغان مهاجرینو له استازي عزت الله سادات او د یاد هېواد یو تن سوداګر فتح سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د مهاجرینو چارو په وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د اړمنو افغانانو د روښانه راتلونکي او د ټولنې لپاره د ځوانانو موسسو ترمنځ د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
 د دې هوکړه ليکونو پر بنسټ د. . .

بېرته خبرونه ته