د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر له بغلان ولایت څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۲/۱۰/۱ - ۲۳:۲۳
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د دغه وزارت له یو شمېر کارکوونکو سره د لېندۍ پر ۳۰ مه نېټه بغلان ولایت ته سفر وکړ.

د مهاجرینو چارو وزیر د سالنګونو د بیارغونې د پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې له ګډون وروسته د اسلامي امارت د نورو غړو په ملتیا او د دغه ولایت د مهاجرینو د چارو له رئیس سره یو ځای د پلخمري ښار چشمه شیر ته لاړ او هلته یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ جوړه شوې (چشمه شیر) عالي لېسې څخه یې لیدنه وکړه.

ښاغلي حقاني له شبرغان څخه تر خواجه الوان میدان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د پروژې او د خواجه الوان دښتې د ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټېشن د پرانیستې په مراسمو کې، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، والیانو نورو چارواکو هم پکې برخه اخیستې وه؛ ګډون وکړ.

حقاني غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان مهاجرینو جبري شړلو ته په اشارې سره د اسلامي امارت له مسؤلینو او د خصوصي سکتور له متشبثینو وغوښتل چې په مناسبو دولتي او خصوصي بستونو کې د راستنېدونکو له منځه باسواده او متخصص کسان په دندو وګماري چې د هغو علمي او عملي پانګه هم په سمه توګه وکارول شي او او د باعزته افغان مهاجرینو په بیرته راستنېدنه کې مرسته وکړي.

همدا راز سرپرست وزیر له اړوندو مسولانو څخه، په پوهنتونونو، ښوونځیو او دیني مدرسو کې په جبري توګه د راستنېدونکو د زدکړو د دوام په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر له بې وسو راستنیدونکو کورنیو سره همکاري اسلامي او انساني وجیبه وګڼله او په دې برخه کې یې له اړونده بنسټونو او مؤسسو څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي حقاني د خواجه الوان په دښته کې د راستنیدونکو کډوالو اتحادیې ته په ورتلو خپل سفر ته دوام ورکړ او هلته یې د سولري سيستم په مرسته زرتنو ته د اوبو رسولو له شبکې څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته