د مهاجرينو چارو وزارت د چارواکو اونيزه اداري ناسته تر سره شوه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۲۰:۳۳
-

د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته د الحاج خليل الرحمن حقاني په مشرۍ تر سره شوه. د ناستې په لومړي سر کې يوشمېر مرکزي رئيسانو د خپلو کړنو راپورنه وړاندې کړل،چې په تېرې ناستې کې ورته دنده سپارل شوې وه

ورپسې ښاغلي حقاني د روان کال پای ته په اشارې سره مرکزي رییسانو ته لارښوونه وکړه چې د پلان شوو فعالیتونو د چټکتیا په برخه کې اړوندو څانګو ته جدي پاملرنه وکړي او هڅه وکړي چې د روان کال تر پایه پاتې او یاهم د کار لاندې فعالیتونه نیمګړي پاتې نه شي او نوی کال د نوو پلانونو په پلي کېدو سره پیل کړي.
بودیجه او د هغې مالي لګښت هغه نور موضوعات وو، چې په ناسته کې پرې خبرې وشوې او د مهاجرینو چارو وزیر د کړنو په تر سره کولو او شفافیت ټینګار وکړ ویې ویل، د بیت المال په لګښت او ساتنه کې باید رښتني اوسو،ځکه هر هغه څه چې په لاس کې لرۍ امانت او د ملت مال دی او موږ باید په دې برخه کې حساب ور کوونکي اوسو.
همدارنګه په ناسته کې د مالي او اداري مسایلو د بحث تر څنګ د وزارت په انګړ کې د شنو ونو په کېنولو هم خبرې وشوې او په اړه یې د اړونده ادارو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته