د مهاجرينو چارو وزارت او (H L P) ګروپ ګډ ورکشاپ ترسره شو

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۲۰:۸
-

د مهاجرينو چارو وزارت او (H L P) ګروپ ګډ ورکشاپ، چې پکې د (UN) هبيتات ، (UNHCR) او (NRC) استازي شامل و د کب په (۲۹) مه په انټر کانتيننتال هوټل کې تر سره شو.
په پيل کې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د مهاجرينو د ښارګوټو تخنيکي ارزونه، له هغه څخه د چمتو شوي راپور او د هغو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې چې راتلونکې کې بايد د مهاجرينو په ښارګوټو کې پلي شي
وروسته د (UNHCR) دفتر استازي د ورکشاپ د موخو او د (NRC) دفتر استازي، چې د ياد ګروپ مشري يې هم په غاړه لره د ګروپ د دندو او مسؤليتونو په اړه معلومات ورکړل.
همدارنګه د هبيتات دفتر استازي د مهاجرينو چارو وزارت  سره د مخکينو کړنو، د هرات ولايت د الطفات او سعادت ښارګوټي  او د ښارګوټو د اوسېدو نکو په اړه معلومات ورکړل.
د  ورکشاپ  په بلې برخې کې د مهاجرينو چارو وزارت د انجينرۍ څانګې  متخصصينو د مهاجرينو د ښارګوټو د تخنيکي ارزونې څخه چې د (PPA- 2022) پروژې له لارې يې ترسره کړې وه ، د خپلو لاسته راوړنو راپور ورکړ او د ښارګوټو د اوسېدونکو په اړه يې معلومات ورکړل.
په همدې توګه د راستنېدونکو رياست استازي د ځمکې د وېش پخواني فرمانونو  او د ځمکې د وېش د نوې طرحې په اړه معلومات ورکړل او د هغه توپيرونه يې روښانه کړل.
د مهاجرينو چارو وزارت د برنامو ارشد مدير انجينر محمد اجمل د (۲۰۲۳) کال لپاره  د پروژو  د لومړيتوبونو، د ښارګوټو د فعاله ساتلو، د غوره عامه خدماتو د وړاندې کولو او د مرستندويه بنسټونو د همکاريو د جلبولو په اړه پرزينټيشن وړاندې کړ او ورکشاپ د مسلکي مرستيال په احتتاميه وينا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته