د سمنګان ولایت د مهاجرینو چارو آمريت د چارو ارزونه ترسره شوه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۲۰:۳۱
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مهاجرینو چارو آمريت څخه ليدنه وکړه

د یاد آمریت آمر قاري محمد حسین خاکسار د امریت د کړنو، له پاکستان څخه د جبري راستنو شوو مهاجرینو د شمېر او هغوى ته د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د کډوالو چارو وزير ته معلومات ورکړل.

د مهاجرینو چارو وزیر د یاد امریت د چارو د ارزونې ترڅنګ، د کار کوونکو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ، نوموړي په کارونو کې په شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره باید شپه او ورځ منظم، چمتو او له هرې ممکنه لارې ددوی خدمت وکړئ

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته