د خوست ولايت د سپېرې ولسوالۍ د دولس (۱۲) لويو کليو په زلزله ځپلو آړمنو کورنیو مرسته وویشل شوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۹ - ۱۲:۱۸
محمد اشرف حنیفی
د افغانستان د اسلامي امارت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د قدرمن وزير صاحب د نظر لاندی او د ياد وزارت په همکارۍ د روان کال د غبرګولي په 7مه د دوشنبي په ورځ د ياد ولايت په دولسو لويو زلزله ځپلو کليو چې پوره زر (۱۰۰۰) اړمنې کورنۍ برابرېږي د مختليفو خوراکي توکو، کمپلو او خېمو مرسته وویشل شوه.
نوموړي مرسته د (Rahma Islamic Fund Norway) خيريه بنسټ مشر قدرمن صغير قمر صاحب، الخدمت خيريه بنسټ او همدارنګه د بهر ميشتو دوبۍ پر هېواد او هېوادوالو ظهير او مخلص ملګري مولوي زاده صاحب او الحاج زر ملوک صاحب په هڅو ياده مالي مرسته د دوي له لوري رالېږل شوي وه، چې نوموړي مرسته د سپيري ولسوالۍ په لاندې لويو کليو جرسي خيل کلی، شير محمدکلی،دستک کلی، مندت کلی، رحيم دل کلی، خون ګل کلی، ساه دين کلی، غوجره کلی، رېزي کلی، بازي کلی، تري کليو په زلزله ځپلو کورنيو باندې د محترم وزير صاحب او ملګرو په موجودګۍ کې په يادو اړمنو او مستحقو کورنيو په شفاف ډول وويشل شوي.
د مرستو ترڅنګ يې د خالق تعالی سپيڅلي دربار ته خپل د عاجزۍ لاسونه لپه کړل، ترڅو د قربانيانو د کورنۍ شهيدانو ته مغفرت، زخميانو ته عاجله روغتيا او د کورنۍ پاتې غړو ته يې جميل صبر ور په برخه کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته