د الله ـ جل جلاله ـ د حکم په تطبیق کې له هیچا، خوف، ویره او له هیچا طمع مه کوئ

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۱/۱/۱۲ - ۰:۵۸
--
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د عبد الله بن مسعود جامعې د "تخصص في الافتاء والقضاء" څانګې څخه د فارغو شوو مفتیانو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ
دغه غونډه، چې د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون له لورې جوړه شوې وه، ښاغلي حقاني د جامعې استاذانو او فاضلانو ته مبارکي وویله او دوی یې د اسلامي امت سرمایه وبلله
ښاغلي حقاني وویل: د شهیدانو او فدایانو وینو رنګ راوړ، امن او اسلامي نظام قایم شو اوس ددې ساتنه زمونږ، ستاسو او د ټول مسلمان ملت ذمه واري ده
نوموړي له علماءو او قضاتو وغوښتل، چې د الله تعالی د حکم په تطبیق کې دې له هیچا خوف، ویره او طمع نه کوي، علماء دې د بې ضرورته مسائلو پرځای هغه څه ته ترجیح ورکړي، چې افغان ولس اړتیا ورته لري، ولسونه دې د علماءو ترشا ودریږي او علماء دې د ولسونو ترمنځ وحدت او یووالي لپاره کار وکړي
هغه دغه راز له اسلامي امارت هم وغوښتل، چې علمي میدان نور هم قوي کړي، د مکتب او مدرسې ترمنځ توپیر باید نه وي، افغان که د هر مذهب او تګلارې خاوند دی زمونږ ورور دی مونږ احترام او درناوی ورته لرو

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته