داسې راستانه شوي مهاجرین نشته چې هغوی دې له مرستو او ثبت پاتې وي 

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۴:۲۲
-

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج خلیل الرحمن حقاني په خپل کاري دفتر کې د فاریاب او پنجشیر ولایتونو د مهاجرینو د چارو له مسوولینو سره په جلا جلا کتنو کې پورته ټکي څرګند کړل.
په دې کتنه کې د فارياب ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو رييس ملاسیف الدین جهادی وويل: له ګاونډيو هيوادونو څخه په سلګونو کورنۍ فارياب ولایت ته راستنې شوې دي او د دولتي ادارو او همکارو بنسټونو په همکارۍ يې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر لاسه کړې دي.
سرپرست وزیر وویل: زموږ او ستاسې مسوولیت هم همدا دي، چې مهاجرینو ته په ټوله مانا سهي خدمتونو وړاندې کړو او په دې برخه کې باید هیڅ مهاجر د مهاجرینو وزارت په اړوند ادارو کې له مرستې او راجسټریشن پرته پاتې نه شي.
نوموړي د فاریاب د مهاجرینو رییس ته په خطاب کې زیاته کړه: د ولایت مقام سره په همغږۍ او د وزارت له اصولو او کړنلارو سره سم، له همکارو بنسټونو سره باید د لازیاتو مرستو په برخه کې خپلې هڅې وکړي.
دغه راز دپنجشير ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو امر حاجی محمد رها ابرار هم دوزارت له سرپرست سره دبې ځايه شويو او راستنو شويو کورنيو لپاره دخدمتونو دوړاندې کولو او د هغوى د کارونو په باب معلومات شريک کړل .
ښاغلي حقاني د مرستو د رسولو په برخه کې د یاد ولایت د مهاجرینو امریت د کارونو ستاینه وکړه او په لا زیاتې روڼتیا او همغږۍ یې ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې په راتلونکي کې به د مهاجرینو ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته