خروټی: د یووالي لپاره یوه لار ده، چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ټول د نظام په ملاتړ لاسونه ورکړو

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۲۰:۳۸
_
 
د مهاجرینو او راستنېدوکو چارو وزارت مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د کابل ولایت، خاکجبار ولسوالۍ د خروټو کلي د جامع مسجد په پرانست غونډه کې وویل: افغانان باید له تېرو تجربو سالمه استفاده وکړي او هیڅوک باید ونه توانېږي، چې مونږ په قومونو، ګوندونو ژبني، سمتي او مذهبي ډلو وویشي
نوموړي زیاته کړه، په نورو هېوادونو کې مهاجر افغانان د همداسې یوې ورځې په انتظار وو، چې په هېواد کې امن او اسلامي نظام نافذ شي، اوس الحمد لله هغه وخت رارسېدلی دی او د مهاجرینو وزارت به د خپل پلان او طرحې له مخې ددوی اړتیاوې او د ژوند سهولتونه برابر کړي
ښاغلي خروټي له ولسونو د ناروا رواجونو، منفي رقابتونو او خپلمنځي اختلافاتو له منځه وړلو غوښتنه وکړه
د یادونې وړ ده، چې نن په خاکجبار ولسوالۍ کې د الحاج محمد ارسلاح خروټي له لورې د خروټو کلي جامع مسجد ګټې اخستنې وسپارل شو، چې په پرانست غونډه کې یې د سرې میاشتې د رئیس مولوي مطیع الحق خالص په شمول د ا.ا. لوړپوړو ملکي او نظامي چارواکو، او د ولسوال په ګډون ددغه ولسوالۍ سپین ږیرو او علماو ګډون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته