حقاني: د اقلیم او د هوا خرابېدو لوی لامل اشغالګر قوتونه دي

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۱۳:۴۶
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د اقلیمي بدلون نړیوالې اونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل: د اقلیمي بدلون یا هوا خرابېدو ترټولو لوی لامل اشغالګر قوتونه دي، چې داسې وسلې او بمونه یې جوړ کړي، چې نه یوازې انسانان بلکې ټول ژوندي موجودات یې زیانمن کړي دي

حقاني زیاته کړه ا.ا. دې د ځنګلونو ساتلو د اوبو زخیره کولو بندونو او د فابریکو او مشینریو معیاري کولو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې اړه باید ولسونو ته عامه پوهاوی ورکړل شي

ښاغلي حقاني له ولسونو هم وغوښتل، چې د اقلیمي بدلون د اغیزو له منځه وړلو لپاره د حکومت ملاتړ وکړي او د خوندیتوب ټولې لارې چارې باید په پام کې ونیسي

نوموړي د دغه کانفرس جوړولو له امله د چاپیریال ساتنې له ملي ادارې څخه مننه وکړه  او ترې ویې غوښتل چې د عامه پوهاوي لپاره دې دا ډول برنامې په ولایتونو او ولسوالیو کې هم په کار واچوي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته