بشري مرستې دې په شفاف ډول تر مستحقینو ورسېږي

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۲۲:۲۰
_________
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني پکتیا ولایت ته ددغه ولایت د مهاجرینو ریاست د ارزونې په موخه سفر وکړ
ښاغلي حقاني وویل مونږ هڅه کوو، چې ټولو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته بشري مرستې ورسوو، خو دغه مرستې د غریبو او بېوزلو لپاره دي شتمن دې د اخستو هڅه نه کوي
هغه دغه راز په یاد ولایت کې ۹۰۰ سوه بېوزله کورنیو ته د چین هیواد بشري مرستې وویشلې، چې هرې کورنۍ سره د ۵۰ کیلو غنمو او ۵۰ کیلو وریجو مرسته وشوه
د پکتیا ولایت والي ښاغلي مولوي احمد علي جان احمد له ښاغلي حقاني څخه مننه وکړه، چې د پکتیا خلکو ته یې مرسته چمتو کړې وه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د مرستو په ویش کې له عدالت څخه کار اخستل کیږي او هیچاته به اجازه ورنکړي، چې د غریبو او بېوزلو حق کې فساد وکړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته