الحاج خروټی؛ پروژې باید په ټولو ولایتونو کې په عادلانه توګه پلي شي

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۸ - ۲۱:۱۸
________
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د راتلونکي کال لپاره د دغه وزارت د کاري پلان د نهايي کولو په موخه په جوړه شوې ناستې کې په ولایتونو کې د پروژو پر عادلانه تطبیق ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، د مهاجرینو وزارت د یوې مسوولې ادارې په توګه د هېواد اړمنو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې عدالت او توازن په پام کې نیولی او د بېځایه شوو په هغو سیمو کې چې تر اوسه ، پراختیايي پروژې نه دي پلي شوي با ید په عادلانه توګه پلي شي.
په دې ناسته کې چې د کب په (٢٨) مه د دغه وزارت د ناستو په تالار کې جوړه شوې وه، د وزارت د (١٤٠١) کال وړانديز شوى پلان وڅېړل شو او د وزارت د بېلابېلو څانګو استازو د هغې د طرحې او تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې او طرحه یې د وزارت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم نهايي شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته