اخلاقي؛د وزارت راتلونکي پنځ کلنه استراتژي بايد دهېواد ټولنيز، امنيتي او فرهنګي اړخونه تر بحث لاندې ونيسي

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۹:۵۰
234

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزير نورحمن اخلاقي د وزارت دپنځه کلنې ستراتېژۍ ترتيبولولپاره جوړې شوې ناستې کې  ټيڼګار وکړ،چې  دغه سند بايد دهېواد ټولنيز، امنيتي  او فرهنګي اړخونو په اړه بحث وکړي او نوي پرمختګونه په نظر کې ونيسي او د کډوالو د پراخې پالېسۍ او د داخلي بېځايه شوو ملي پالېسۍ ته ځواب ويونکي اوسي.

ښاغلی اخلاقي د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۶مه زياته کړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت له مخالفو ډلو سره په خبرو اترو بوخت دی. يوه مسله چې بايد په نوي ستراتيژۍ کې په پام کې ونيول شي دخبرو اترو وروسته  احتمالات دي.

 

دهغه په خبره افغانستان د ۲۰۱۹ کال د دسمبر مياشت کې د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د دوامداره ادعام او ملاتړ په اړه د کډوالو په نړيواله ټولنه کې شپږ لوی ژمنې ومنلې. راتلونکي ستراټېژي بايد هغه ژمنې او لومړيتوبونو په پام کې ونيسي چې په دې پروتوکولونوکې ټاکل شوې وې ترڅو د افغانستان دولتي ادارې يې په پلي کولو کې د ستونزو سره مخ نه شي او مرستندويه ادارو ملاتړ له ننګونو سره مخ نه شي.

نوماند او سرپرست وزير دکډوالۍ د پديدې سره د سياسي برخورد په نه کولو ټينګار وکړ زياته يې کړه، چې په نوې ستراتېژۍ کې د هر کډوال او راستنېدونکي بشري او مدني حقونو په پام کې نيولوسره، دافغانستان ملي ګټې او ملي امنيت باديد اصلي تمرکز ولري.

دغه بحث د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پلان جوړونې رياست له خوا د المان د (GIEZ) ادارې په تخينکي همکارۍ او په کابل کې د نړيوالو اړيکو سياسي کارپو ملک ستيز په مرسته برابره شوی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته