ایران څخه تر ۵ زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
 
په ايران کې مېشت ۵ زره او ۳۶۰ مهاجرین د غوایي پر ۴ او ۵ نېټو د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۶۲ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
دغه راز ۲۵۸ کورنیو سره د افغانستان د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۵۳بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچايلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۵۳۴تنو ته هلته په پوله کې تر بایومټریک وروسته د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۷۵۴ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.