د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو نوې جوپې په هکله په پېښور کې د اسلامي امارت له قنسل حافظ محب الله سره وکتل.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۴۵
_

په لیدنه کې چې د مهاجرینو پر ایستلو او ستونزو خبرې وشوې، ښاغلي حافظ محب الله له پاکستان څخه د مهاجرینو د ایستلو لړۍ خورا نامناسبه او دردونکې وبلله.
نوموړي له پولې هغې خوا ته د مهاجرینو د ستونزو او د هغوي د پانګو ضایع کېدو په هکله محترم وزیر ته جزییات ورکړل او په وینا یې چې مهاجرین د ایستلو په لړ کې تر پولې پورې ستونزې ګالي.
د ناستې پر دوام ښاغلي محب الله د کډوالو د ستونزو حل په موخه یو شمېر وړاندېزونه له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل.

محترم وزیر له افغان مهاجرینو سره ناسم چلند له ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې  یاد کړ.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې افغانان د دین او اسلامي خاوري ساتلو لپاره مهاجرت ته اړ شوي، خو د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردونکې او د اندېښنې وړ دي.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د کډوالو د ستونزو حل ته کافي امکانات ځانګړي کړي او ډیرې امارتي ادارې په ګډه  د مهاجرینو خدمت ته وردانګلي دي.

د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر د ایران له جمهوري دولت سره د کډوالو په برخه کې د پرمختګونو یادونه وکړه او افغان مهاجرینو ته یې د مرستو پر جلب ټېنګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته