د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر سره ناسته ترسره شوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۲:۳۲
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل په کابل کې د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر جنید وزیري او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې په پاکستان کې د مهاجرینو په ستونزو، تګ راتګ کې په اسانتیاو او په ځانګړي ډول سږکال چې کومو افغان مهاجرینو د حج مبارکې فریضې لپاره داخله کړې، هغوی ته د ویزې او نورو اسانتیاو رامنځته کولو په هکله خبرې وشوې
د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل وویل، د مهاجرینو موضوع دوه اړخیزه موضوع ده او ددوی په اړه پرېکړې هم باید ددواړو هېوادونو په تفاهم سره وشي او د یوه ګډ میکانیزم رامنځته کولو پورې دوی ونه ځورول شي
نوموړي همدا راز د افغان حاجیانو د راتګ او بیرته تللو په اړه هم د پاکستان هېواد همکاري وغوښتله
د پاکستان سفارت مرستیال افغان حاجیانو ته د تګ راتګ اسانتیاو برابرولو لپاره چمتووالی وښوده او زیاته یې کړه، د مهاجرینو د ویستلو لپاره تراوسه وروستی ضرب الاجل نه دی ټاکل شوی البته یوازې د معلوماتو راټولولو پرېکړه شوې ده
نوموړي وویل: یاد اړین موضوعات به له اسلام اباد سره شریک او د هغوی له لارښوونې سره سم به یې په اړه اقدامات ترسره کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۱۱
Background image

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان سفارت د مهاجرینو چارو اتشې او قونسلګرۍ څانګې د همغږۍ ناسته وشوه.

 د پاکستان په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو چارو اتشې د دفتر د راپور له مخې، په دغه هئواد کې د اسلامي امارت د سفارت د قونسلګرۍ څانګې له مسولینو سره د دغه دفتر ګډه ناسته د غویي پر ۱۹مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۴
Background image

بغلان: د مهاجرینو چارو وزیر د کرکر سیمې له سیلاب ځپلو سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د بغلان ولایت مرکز پلخمري اړوند د کرکر سیمې له سیلاب ځپلو سره په داسې حال کې ولیدل، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۴:۴۵
Background image

بغلان: د سیلابونو له امله د شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې پیل شوې

د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله د شهیدانو کورنیو ته د هر شهید پرسر ١٠٠ زره افغانۍ د مهاجرینو چارو وزیر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو له لورې وویشل. . .

بېرته خبرونه ته