د مهاجرینو چارو وزارت او نړۍوالې ادارې د همکارو بنسټونو ترمنځ ګډه تخنیکي ناسته وشوه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۶
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په کوربه‌توب د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوالې ادارې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، د نړۍوالې ادارې د پراختیايي برنامو او بشري مېشتېدنې برنامې د استازو په ګډون ناسته وشوه.

د دغې ناستې موخه په بغلان او کندوز کې د دوامدارو پروژو د مدیریت لارښود او همغږۍ لپاره د مسودې جوړول و.

په دغې ناسته کې د همکارو بنسټونو استازو د پروژو د مدیریت په برخه کې د شته ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د متقابلې همکارۍ پر ارزښت یې ټينګار وکړ.

د کمېټې غړو هم د یاد وزارت او د نړۍوالې ادارې د همکارو بنسټونو ترمنځ دقیقې همغږۍ ته اشاره وکړه، د راستنېدونکو او بېځایه شویو اړتیاوو، ستونزو حل او روڼتیا په برخه کې یې کلیدي ټکي مطرح کړل.

دغه ناسته د همکارو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ زیاتوالي، کډوالو او داخلي بېځایه شویو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې وشوه او تمه کېږي، چې د راستنېدونکو د ژوند په ښه‌والي کې غوره پایلې ولري.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته