په پاکستان کې د سلګونه افغان مهاجرینو د نيولو په تړاو د مهاجرينو چارو وزارت اعلامیه کابل

anwari_morr

٦ ربيع الأول ۱۴۴۵/ ۳۰ وږی ۱۴۰۲

له بده مرغه په تېرو دوو اونيو کې سلګونه افغان مهاجر، چې په پاکستان کې اوسېدل، د پاکستاني پوليسو له لورې په دې تور نيول شوي، چې د اړتيا وړ اسناد نه لري او د رسمي معلوماتو له مخې، چې د مهاجرینو اتشو له لورې ترلاسه شوي په نيول شوو کسانو کې داسې خلک هم شته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان حکومت او د خلکو له لورې د افغانانو له اوږده کوربتوب څخه د مننې ترڅنګ له دوی غوښتنه کوي، چې بشري حقونه، د ګاونديتوب حقونه او دا چې دواړه هېوادونه مسلمانان او د یوه دین پیروان دي، په پام کې ونيسي، د افغانانو د نيولو لړۍ بنده او نيول شوي افغانان آزاد کړي همدا راز په دغه هېواد کې د مهاجرينو چارو اتشو ته لارښوونه کېږي، چې هغه افغانان چې د پاکستاني پولیسو له لورې نيول شوي او په بند کې دي د دوی د آزادولو په برخه کې هراړخيز او کوټلي ګامونه واخلي د مهاجرينو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د هغه دريځ او اعلاميې ستاينه کوي، چې د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتي ترڅو ژر تر ژره د افغانانو د نيولو لړۍ بنده کړي همدا راز له نورو بنسټو او اړوندو مراجعو څخه، چې د مهاجرينو په برخه کې فعاليتونه ترسره کوي او د نړۍ له هېوادونو څخه هم غوښتنه کوي، چې د بشري او انساني حقونو په پام کې نيولو سره په دې برخه کې خپل مسؤليتونه ادا کړي.

همدارنګه دا وزارت د افغان مهاجرينو له کوربه هېوادونو غواړي، چې د مهاجرينو بنسټیزو حقونو ته په پام له هغوی څخه د وسيلې په توګه کار وانخلي.