له دوه  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

په تېرو دوو ورځوکې د هرات ولايت د اسلام قلعه  او نيمروز ولايت د ورېښمو پل  له لارې د ايران څخه ( ۲۲۶۰) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

د يادو راستنېدونکوله ډلې د سلواغې په (۹) مه د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې  ( ۱۶۲۶) ته او د نيمرو ز ولايت د ورښېمو پل له لارې د سلواغې په ( ۸) مه ( ۶۳۴) تنه هېواد ته راستانه شوي.

په راستنېدونکو کې چې په جبري توګه او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي و (۴۱) کورنۍ چې (۱۶۶) تنه کېږي هم شامل دی، چې له ډلې يې (۲۰)  کورنۍ چې (۶۲) تنه کېږي د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM)  ته ور وپېژند شول.