کډوالو وزارت سرپرست پروان ولايت ته په خپل سفر کې د بني ورسک دکډوالو ښارګوټي څخه ليدنه وکړه

anwari_morr
Fri, Nov 20 2020 10:41 AM
______________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نور الرحمن اخلاقي او د ملګرو ملتونو دکډوالو اداري عالي کمېشنر د لړم په ۲۸مه پروان ولايت ته په خپل سفر کې د بني ورسک دکډوالو ښارګوټي څخه ليدنه وکړه او ددې ښارګوټي د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې يې واورېدې.

د ښارګوټي اوسېدونکو د کارموندنې، د ښوونځيو جوړول، د روغتيايي مرکزونو جوړول، دمارکيټونو جوړولوچارې او د اوبو رسونې شبکې جوړول د کډوالو چارو وزارت سرپرست وزير او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې عالي کمېشنر سره شريکې کړې.

 د کډوالو وزارت سرپرست وزير د ستونزو د اورېدو  ورسته ژمنه وکړه چې دوی ته به  پاملرنه وکړي او د ملګرو ملتونودکډوالو ادارې استازو د پروان ولايت دبني ورسک ښارګوټي کې د پراختيايي پلانونو په اړه خبر داری ورکړ.

د دوی په وينا د ښارګوټي اوسېدونکو لپاره ديادې ادارې له لورې د  نجونو ديو ښوونځی، روغتيايي مرکز او د اوبوشبکې د جوړولو چارې روانې دي. دغه ښارګوټی د ۱۴۰۰۰ کورنيو لپاره طرح او ډېزاين شوی دی،چې شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ پکې ژوند کوي.

Latest news

BACK TO NEWS